[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): سرپرست حکومت وایي چې د اسلامي امارت دسیاسي کمېسیون په غونډه کې د دوحې راتلونکې غونډې په اړه په تفصیل بحث وشو.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له دفتره د سلواغې په ۱۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د سیاسي کمېسیون نوبتي غونډه نن د ریاستالوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې په پلازمېنه کابل کې د «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» ناسته چې تېره اونۍ جوړه شوې وه، تر بحث لاندې ونیول شوه چې له ارزونو وروسته دغه ناسته د سیمهییزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهمه او بریالۍ وبلل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو همدارنګه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د جوړېدونکې غونډې په اړه هم هر اړخيزې مفصلې خبرې اترې وکړې.
د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت هم خبرې وشوې او له اجنډا سره سم لازم تصامیم ونیول شول.
ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د دوحې غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي او د ځینو نړۍوالو سازمانونو استازي هم ګډون وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې دوی ته هم په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، بلخوا ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان ځینو ښځینه استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP