متقي له ملګرو ملتونو د دوحې غونډې «اجنډا او ترکيب» په اړه وضاحت وغوښت
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو څخه د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه وضاحتونه وغوښتل او ویلي چې له هغې وروسته به په غونډه کې د ګډون پرېکړه کوي.







