قلعهنو (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د پخوا په نسبت د اوړو بیه ټیټه شوې خو اوس هم د وچې ډوډۍ وزن کم دی او بیه یې نه ده ټیټه شوې.
د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار هټۍوالو معلومتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز کې د وړو یوې ۴۹ کیلوګرامه بوجۍ بیه له ۲۸۰۰ افغانیو ۱۳۵۰ افغانیو او د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۰ څخه ۵۵ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د قلعهنو ښاروالۍ معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې د یوې ۲۱۵ ګرامه ډوډۍ بیه لس افغانۍ ده.
ښاریان: د اوړو بیه ټیټه شوې، باید د وچې ډوډۍ وزن ډېرېدو او بیې ټیټېدو ته هم پاملرنه وشي
د یاد ولایت د قلعهنو ښار یوه اوسېدونکي شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا چې د پخوا په نسبت د اوړو بیه ډېره ټیټه شوې خو تر اوسه هم د ډوډۍ وزن کم دی او بیې یې هم بدلون نه دی کړی.»
نوموړی وايي، د اوړو او مایع ګاز بیو ټیټېدو ته په پام باید د ډوډۍ وزن ډېرېدو او یا بیې ټیټېدو برخه کې هم ګام پورته شي.
دغه راز، د قلعهنو یو بل اوسېدونکی خلیلاحمد هم ورته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې د ډوډۍ بیې ټیټېدو او وزن ډېرېدو برخه کې اقدام وشي.
هغه د اوړو بیې ټیټېدو ته په اشاره وايي: «د ډوډۍ بیه ډېره لوړه ده، له ښاروالۍ هیله کوو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»
د قلعهنو ښاروالي: د وچې ډوډۍ وزن ډېر شوی دی.
د قلعهنو ښاروالۍ سرپرست محمدطاهر غفوري د وچې ډوډۍ بیې نه ټیټېدو لامل د هغې د وزن ډېرېدل بولي او وايي چې راتلونکي کې هم پر بیو بیاکتنه کوي.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې اوسمهال د یوې ۲۱۵ ګرامه ډوډۍ بیه لس افغانۍ ده، زیاته کړه، د وچې ډوډۍ وزن یې د پخوا په نسبت ۵۰ ګرامه ډېر کړی دی.
نوموړی وايي: «سمه ده چې د ډوډۍ بیه نه ده ټیټه شوې خو د ډوډۍ وزن مو ډېر کړی او بیا هم هڅه کوو چې بیه ټیټه کړو.»
بلخوا، د قلعهنو ښار یوه اوړهپلورونکي وکیل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «پخوا مو د اوړو یوه ۴۹ کیلو بوجۍ په ۲۸۰۰ پلورله خو اوس یې په ۱۳۵۰ افغانۍ پلورو.»
بادغیس کې یوه ګازپلورونکي محمدرحیم وویل: «پخوا یو کیلو ګاز په ۶۰ افغانۍ و او اوس په ۵۵ افغانۍ دی.»
دغه راز، قلعهنو ښار کې یوه نانوا علي محمد وویل چې که د مایع ګاز بیه ټیټه شي نو حاضر دي چې د وچې ډوډۍ بیه ټیټه کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ ډېر مصرفونه لرو، د مایع ګاز بیه نه ده ټیټه شوې او که ارزان شي، موږ به هم د ډوډۍ بیه ټیټه کړو.
د نوموړي په خبره، اوسمهال یو کیلوګرام مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلورو او د وچې ډوډۍ پلور هم کم شوی، که د وچې ډوډۍ بیه ټیټه کړو، زیان به وکړو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن