ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوړو بیې ټیټېدل؛ د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د ډوډۍ وزن ډېرېدو او بیې ټیټېدو غوښتنه کوي

د اوړو بیې ټیټېدل؛ د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د ډوډۍ وزن ډېرېدو او بیې ټیټېدو غوښتنه کوي

author avatar
4 Feb 2024 - 15:47
د اوړو بیې ټیټېدل؛ د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د ډوډۍ وزن ډېرېدو او بیې ټیټېدو غوښتنه کوي
author avatar
4 Feb 2024 - 15:47

قلعه‌نو (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د پخوا په نسبت د اوړو بیه ټیټه شوې خو اوس هم  د وچې ډوډۍ وزن کم دی او بیه یې نه ده ټیټه شوې.

د بادغیس د مرکز قلعه‌نو ښار هټۍوالو معلومتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز کې د وړو یوې ۴۹ کیلوګرامه  بوجۍ بیه له ۲۸۰۰ افغانیو ۱۳۵۰ افغانیو او د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۰ څخه ۵۵ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د قلعه‌نو ښاروالۍ معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په دغه ولایت کې د یوې ۲۱۵ ګرامه ډوډۍ بیه لس افغانۍ ده.

ښاریان: د اوړو بیه ټیټه شوې، باید د وچې ډوډۍ وزن ډېرېدو او بیې ټیټېدو ته هم پاملرنه وشي

د یاد ولایت د قلعه‌نو ښار یوه اوسېدونکي شکېب پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا چې د پخوا په نسبت د اوړو بیه ډېره ټیټه شوې خو تر اوسه هم د ډوډۍ وزن کم دی او بیې یې هم بدلون نه دی کړی.»

نوموړی وايي، د اوړو او مایع ګاز بیو ټیټېدو ته په پام باید د ډوډۍ وزن ډېرېدو او یا بیې ټیټېدو برخه کې هم ګام پورته شي.

دغه‌ راز، د قلعه‌نو یو بل اوسېدونکی خلیل‌احمد هم ورته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې د ډوډۍ بیې ټیټېدو او وزن ډېرېدو برخه کې اقدام وشي.

هغه د اوړو بیې ټیټېدو ته په اشاره وايي: «د ډوډۍ بیه ډېره لوړه ده، له ښاروالۍ هیله کوو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

د قلعه‌نو ښاروالي: د وچې ډوډۍ وزن ډېر شوی دی.

د قلعه‌نو ښاروالۍ سرپرست محمدطاهر غفوري د وچې ډوډۍ بیې نه ټیټېدو لامل د هغې د وزن ډېرېدل بولي او وايي چې راتلونکي کې هم پر بیو بیاکتنه کوي.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې اوس‌مهال د یوې ۲۱۵ ګرامه ډوډۍ بیه لس افغانۍ ده، زیاته کړه، د وچې ډوډۍ وزن یې د پخوا په نسبت ۵۰ ګرامه ډېر کړی دی.

نوموړی وايي: «سمه ده چې د ډوډۍ بیه نه ده ټیټه شوې خو د ډوډۍ وزن مو ډېر کړی او بیا هم هڅه کوو چې بیه ټیټه کړو.»

بلخوا، د قلعه‌نو ښار یوه اوړه‌پلورونکي وکیل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «پخوا مو د اوړو یوه ۴۹ کیلو بوجۍ په ۲۸۰۰ پلورله خو اوس یې په ۱۳۵۰ افغانۍ پلورو.»

بادغیس کې یوه ګاز‌پلورونکي محمدرحیم وویل: «پخوا یو کیلو ګاز په ۶۰ افغانۍ و او اوس په ۵۵ افغانۍ دی.»

دغه راز، قلعه‌نو ښار کې یوه نانوا علي محمد وویل چې که د مایع ګاز بیه ټیټه شي نو حاضر دي چې د وچې ډوډۍ بیه ټیټه کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ ډېر مصرفونه لرو، د مایع ګاز بیه نه ده ټیټه شوې او که ارزان شي، موږ به هم د ډوډۍ بیه ټیټه کړو.

د نوموړي په خبره، اوس‌مهال یو کیلوګرام مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلورو او د وچې ډوډۍ پلور هم کم شوی، که د وچې ډوډۍ بیه ټیټه کړو، زیان به وکړو.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.