ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې درمل تولیدوونکي: د هغو درملو او طبي توکو واردات دې بند شي چې د هېواد دننه تولیدېږي

بلخ کې درمل تولیدوونکي: د هغو درملو او طبي توکو واردات دې بند شي چې د هېواد دننه تولیدېږي

author avatar
4 Feb 2024 - 14:15
بلخ کې درمل تولیدوونکي: د هغو درملو او طبي توکو واردات دې بند شي چې د هېواد دننه تولیدېږي
author avatar
4 Feb 2024 - 14:15

مزارشریف (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲): بلخ کې د درملو تولید فابریکو مسوولین وایي، که له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو طبي توکو او درملو بندیز ونه لګول شي؛ نو ښایي فابریکې یې له سقوط سره مخ شي.

هغوی دغه راز وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار پيکه شوی او د کارکوونکو په شمېر کې یې د پام وړ کموالی راغلی دى.

بلخ کې د درملو د یوې تولیدي فابریکې مسوول میلاد فیصل وایي، که څه هم فابریکه کې يې د شاوخوا ۵۰ ډوله درملو تولید لري، خو د پخوا په پرتله یې کاروبار کم شوی او د کارکوونکو شمېر کې یې د پام وړ کموالی راغلی.

هغه زیاتوي چې پخوا یې کارخونه کې له سلو ډېر کارکوونکي درلودل، خو اوس یې تر نیمایي ډېر رخصت کړي؛ ځکه کاروبار نشته دى.

نوموړی د خپل کاروبار پیکه کېدو لامل له بهره د دوی تولیداتو ته ورته واردېدونکي درمل او بازار کې د بې‌کیفیته درملو شتون ګڼي او له حکومته غوښتنه کوي چې مخه يې ونيسي.

محمدسمیع د درملو یوې بلې فابریکې مسوول هم وایي چې کورني تولیدات له بهره د واردېدونکو توکو په پرتله باکیفیته دي، خو دا چې په ارزانه بیه پلورل کېږي د دوی کاروبار یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه اندېښنه ښيي که چېرې حکومت یې ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، نو ښایي د دوی فابریکې به له سقوط سره مخ شي.

بلخوا د یوې خصوصي فابریکې د کیفیت ارزونې مسوول ډاکټر معراج خالد وایي چې افغانستان کې تولیدېدونکي درمل د کیفیت له اړخه ډېر لوړ دي او که د تولیدي فابریکو ملاتړ وشي، کولای شي په نړۍواله کچه د نورو بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي.

په همدې حال د یادو فابریکو کارکوونکي هم اندېښنه ښيي چې که حکومت د فابریکو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، ښایي دوی هم خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د دغو فابریکو یوه کارکوونکې مدینه وایي، له تېرو دوه کلونو راهیسې په دغه فابریکه کې دنده لري او خوشاله ده چې دلته کاري فرصت ورته برابر شوی.

خو په اندېښنې سره وايي، که حکومت د فابریکو ستونزې حل نه کړي او ملاتړ یې ونه کړي، نو ممکن دې ته ورته لسګونه کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

عبدالرحمن یو بل کارکوونکی هم له سوداګرو غواړي څو د هېواد دننه پانګونه وکړي او له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د پانګوالو ملاتړ وکړي.

بلخوا د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین، دغو فابریکه‌لرونکو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مالي او اداري امر نصیراحمد نیازی وایي، دغه ریاست د تولیدي فابریکو پر وړاندې مسوول دی او تل هڅه کوي د دوی له ستونزو ځان خبر کړي.

هغه زیاتوي، دوی هڅه کوي دغه ستونزې که د ولایت یا هم د هېواد په کچه وي، حل کړي او دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د بېلابېلو فابریکه‌لرونکو هم له حکومته کورنیو تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو د بندیز غوښتنه کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.