جلالاباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ارزاقو دولتي شرکت له لوري د خصوصي سکټور په ۶۳ ميليون افغانۍ پانګونه يو شپږ پوړيزه سوداګريز مارکېټ جوړېږي.
د دغه مارکېټ د جوړېدو چارې نن د سلواغې په ۱۶مه د ننګرهار ولايتي مسوولینو له لوري د بنسټ د ډبرې په کېښودو سره پيل شوې.
د دغو مراسمو پر مهال د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وويل، د ارزاقو دولتي شرکت او د خصوصي سکټور په ۶۳ ميليون افغانيو پانګونه باندې به دغه مارکېټ د يو نيم کال په موده کې جوړ شي.
نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د ابادۍ، پانګونې او سوداګرۍ لپاره ښه زمينه برابره شوې او پر پانګهوالو يې غږ وکړ چې په هېواد کې پانګونه وکړي او بېروزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د ارزاقو شرکت عمومي مدير انجينر محمد نعمان نادر وويل، دا مارکېټ د ارزاقو شرکت په اته نیمې بسوې ځمکه جوړېږي چې د رغونې چارې يې د شهزاده ساپي شرکت له لوري ترسره کېږي او دې شرکت ته پنځه ويشت کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وينا، د دغه مارکېټ له عوايدو به اويا سلنه شرکت او پاتې ديرش سلنه به يې بیت المال ته ورکول کېږي.
د شهزاده ساپي شرکت رييس عبدالرحمن مموزي وويل، دا مارکېټ د دري شپيته ميليون افغانيو په مالي لګښت په شپږو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړوي چې ځمکتلی به يې پارکینګ او پاتې پوړونو کې به يې هټۍ او د اوسېدو خونې وي.
نوموړي وويل، چې دغه مارکیټ به تر ۱۵۰ پورې هټۍ او خونې ولري او د ټولو انجينري نورمونو ته په کتنې به په سټنډرډ ډول د يو نيم کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن