فراهښار (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د فراه ولایت فراهرود ولسوالۍ د ګورزنګ سیمې اوسېدونکي وايي چې مخابراتي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د فراهرود ګورزنګ سیمې یوه اوسېدونکي نظامالدین کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سیمه ټول ۲۰۰ لوی او واړه کلي لري چې خلک یې له کالونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو برې برخې دي.
کوهستاني زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې د مخابراتو انتنونه نسته، یوازې د کورزنګ په مرکزي سیمه کې وایفای پیدا کېږي، د نورو کلیو خلک په ساعتونو مزل کوي چې ډې سیمې ته ځانونه ورسوي او بیا له یو چا سره ټیلېفوني اړیکه ونیسي.»
نوموړي دغه راز وویل چې سیمه کې یوازې یو سټلایټ ټیلېفون دی چې په وسیله یې کله ناکله له انټرنېټ سره وصلېږي او ډېر لګښت پرې راځي.
د ګورزنګ سیمې بل اوسېدونکی عبدالغفار هم وایي، له هر ډول مخابراتي اسانتیاوو بېبرخې دي چې له امله یې د دې سیمې خلک په ډېره موده کې د خپلو خپلوانو او دوستانو له حال او حواله نه خبرېږي.
هغه پژواک ته وویل چې ګورزنګ سیمه د فراه له مرکزه په لرې واټن کې پرته ده، پوره یوه ورځ د موټر مزل لري او ډېر کله ناروغان روغتون ته پر لاره ژوند له لاسه ورکوي.
هغه وویل: «له حکومته غواړو چې غږ مو واوري؛ ځکه په دې وطن کې هيڅ انتن نسته، خلک پیاده یا پر موټرسایکل نورو سیمو ته ځي چې وایفای پیدا کړي.»
د فراه د مخابراتو ریاست هم مني چې یاده سیمه له مرکزه په لرې واټن کې پرته ده او تر اوسه مخابراتي خدمات نه دي وررسېدلي.
د یاد ولایت د مخابراتو رییس عبدالمجید ابوذر پژواک خبري اژانس ته وویل: «رښتیا هم په دې سیمه کې مخابراتي انتنونه نشته، خو په پلان کې لرو چې په نږدې راتلونکي یو انتن ورته نصب کړو؛ ځکه د فراه ولایت لپاره ۱۱ انتنونه منظور شوي چې یو په کې د کورزنګ سیمې دی، عنقریب یې ساختماني کارونه شروع کېږي.»
د هغه په خبره، ګورزنګ یوه غرنۍ سیمه ده، یو انتن ورته بسنه نه کوي؛ هڅه به وکړي دوه انتنونه ورته نصب کړي.
د فراه د کلیو پر اختیا او بیارغونې ریاست معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې ۳۰۰۰ کورنۍ اوسېږي چې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د یادونې ده، له دې مخکې د فراه د نورو سیمو خلکو هم ورته شکایتونه درلودل چې ځینو ته یې رسېدنه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP