ګردېز (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتيا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولایت کې ۱۲۸ ځوانانو ته د حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پیل شو.
د پکتيا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحيم نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په مالي مرسته د پیل شوی او د پلې کېدو چارې یې «د سولې او پرمختیا لپاره د یو شانوالي موسسې» له لورې ترسره کېږي.
هغه وایي چې په دغه پروګرام کې ۱۲۸ هغه ځوانان شامل شوي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ وو او دوی ته به د موبایل جوړونې او برق انجینرۍ برخو کې شپږ میاشتې زدهکړې ورکړل شي.
د هغه په خبره، د حرفوي زدهکړو پروګرامونه کولای شي چې په ټولنه کې فقر له منځه يوسي او د ټولنې پرمختګ سبب شي او دغه ریاست په پام کې لري چې له خپلې بودجې هم ورته پروګرامونه پیل کړي.
د حرفوي زدهکړو د برق انجینري یوه زدهکوونکي محمد یاسین وویل، له ډېرې مودې راهېسې وزګار و او هیله لري چې له دغه پروګرام څخه له فارغېدو وروسته وکولای شي، خپلې کورنۍ لپاره نفقه پيدا کړي.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست څو ورځې وړاندې هم د يوې مؤسسې په همکارۍ ۳۶۰ هغو کسانو ته د حرفوي زدهکړو پرګرام پيل کړی و چې تازه له نشهيي توکو رغېدلي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP