[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږیکوونکی وایي چې د دوحې راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او وروسته به له دغه هېواد سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلون راشي.
له ارګه د سلواغې په ۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږيکوونکي سینرلي اوغلو دا څرګندونې نن د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، اوغلو په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له چارواکو مننه وکړه چې د ماموریت پر مهال یې ورسره مرسته کړې ده. هغه وویل، غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې پراختیا ومومي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږيکوونکي د اسلامي امارت له خوا د سیمهییزو همکاریو کنفرانس جوړولو نوښت وستایه او زیاته یې کړه، دغه ډول ناستې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.
نوموړي خوشبیني وښوده چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړۍواله ټولنه لېواله ده چې له اسلامي امارت سره اړیکي پیل او ورسره همکاري وکړي.
فریدون سینرلي اوغلو وویل، ځيني نړۍوال قوانین او کنوانسیونونه شته چې باید اسلامي امارت ورته ژمن و اوسي؛ افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی؛ ځکه د افغانستان ثبات د سیمې د امن او ثبات په معنا دی.
نوموړي څرګنده کړه، د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له کنفرانس وروسته به له دغه هېواد سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلونونه راشي.
ټاکل شوې د دوحې ناسته د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږيکوونکي وویل، هیڅوک د افغانستان اسلامي امارت نسکورولو په هڅه کې نه دي، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره وصل شي.
اوغلو د افغانستان اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه وستایل او زياته يې کړه، سره له دې چې په افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی، خو اړتیا ده چې د اقتصادي پیاوړتیا او ثبات لپاره لا ډېر کار وشي.
هغه وویل، نړۍوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه غونډه ولري چې د افغانستان بانکي سکټور د ودې، د تعزیراتو ختمېدو او په افغانستان کې د نړۍوال بانک نیمګړو پروژو پر بیا پیلولو به په کې بحث او خبرې وشي.
وروسته د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د نوموړي د راپور زياتې برخې تاییدوي، خو له یوې برخې سره یې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي غوښتنه کوي، موافق نه دی.
هغه څرګنده کړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په شتون کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نه ویني.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، اسلامي امارت هم غواړي له نړۍ سره ښه مناسبات ولري، دغه راز يې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه هم بحثونه پيل کړي دي.
مولوي عبدالکبير وویل، دوی د نړۍوال بانک له لوري په افغانستان کې د نیمګړو پروژو بیا پیلېدو هرکلی کوي او هيله لري چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې دې د افغانستان د بیارغاونې، بشري مرستو او پر بانکي سیستم د تعزیراتو لرې کولو برخو کې اغېزناک ګامونه واخیستل شي.
[/restrict]
Views: 150
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن