پلخمري (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د بغلان د ټولګټو ریاست وايي چې د پلخمري ښار او دوشي ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک څه باندې دوه کیلومتره برخه د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت ورغول شوه.
د بغلان د ټولګټو رییس ملا عباس نن (د سلواغې ۱۷مه) د دغه سړک پرانیستې مراسمو کې وویل چې د پلخمري ښار او دوشي ولسوالۍ ترمنځ د بوغابي کوتل څه باندې دوه کیلومتره ویجاړ شوی سړک د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت بیاورغول شو.
هغه زیاته کړه چې د یاد سړک رغولو لګښت د ټولګټو وزارت له بودجې ورکړل شوی دی.
ورته مهال، د شمالي ولایتونو باروړونکو موټرو اتحادیې رییس سردارولي کوچي پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت دې د لویو لارو بیارغونې ترڅنګ د شمال لویې لارې هغه پلونه هم ورغوي چې د سمنګان ولایت او دوشي ولسوالۍ مربوطاتو کې له کلونو راهیسې ویجاړ پاتې دي.
په همدې حال کې یو شمېر موټرچلوونکي هم د یاد سړک بیارغونې ته خوښ دي او زیاتوي چې اسلامي امارت دې د لویو لارو ساتنې او بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن