Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له تېرو دوو کلونو راهیسې کونړ کې د نږدې درې میلیارد افغانیو او ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي

اسعداباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د کونړ ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د نږدې درې میلیارد افغانیو او ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت لسګونه پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د کونړ د اقتصاد رییس مولوي عبدالله همت پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو (۱۴۰۱ او ۱۴۰۲) کلونو کې د حکومت له بودجې ‎په مرکز او ولسوالیو د دوه میلیارده، ۸۳۴ میلیونه، ۷۵۶ زره او ۴۹۲ افغانیو او ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې دي.

هغه وویل، د تېر حکومت د ۱۸ نیمګړو پاتې لویو او وړو پروژو په ګډون ۵۴ پروژې په پنځه بېلابېلو سکټورونو کې پلې شوې دي.

نوموړي وویل: «د ولایت په کچه د سیندیزې فرعې حوزې، ټولګټو، پوهنې، ښاروالۍ ریاستونو او امنیې قوماندانۍ او ولایت مقام په مالي لګښت د ۵۴ لویو او کوچنیو پروژو چارې بشپړې شوې دي.»

نوموړي وویل، د یادو پروژو د پلې کېدو پر مهال زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د نوموړي په وینا، اوسمهال د ۳۲ نورو پرمختیایي پروژو چارې روانې دي چې په بشپړېدو به یې په ډېرو برخو کې د خلکو ستونزې هوارې او اسانتیاوې به ورته رامنځته شي.

هغه زیاتوي، د حکومت ترڅنګ د یو شمېر غیردولتي بنسټونو له لوري هم د بشري مرستو په ګډون په یو شمېر نورو پراختیایي برخو کې هم پروژې پلې شوې او د ځینو چارې یې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې د کونړ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د حکومت له لوري د پرمختیایي کارونو او بنسټیزو پروژو پر پلې کېدو خوښي څرګندوي.

د اسعداباد ښار اړوند د دم‌ کلي یو قومي مشر ملنګ سلیم وايي: «موږ خوشحاله یو چې په ډېرو سیمو کې کلیوالي سړکونه، سربندونه، د اوبو ویالې او یو شمېر ودانۍ جوړې شوې، غوښتنه مو دا ده چې امنیت ټینګ شوی او په دې برخه کې باید پاملرنه لا زیاته شي.»

د اسعداباد ښار یو بل اوسېدونکی او مدني فعال حمیدالله بیا وایي، حکومت دې په دغه ولایت کې د تېر جمهوري نظام پاتې نیمګړو پروژو چارې هم بشپړې کړي.

د یادونې ده، په دغه ولایت کې د تېر جمهوري نظام یو شمېر پیل شوې پروژې هم نیمګړې پاتې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.