Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د درېیو ولسوالیو په روغتونونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص ماشینونه فعال شول

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېره یوه اونۍ کې یې د دغه ولایت د ګرمسیر، ګرشک او موسی‌کلا ولسوالیو په روغتونو کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص «جن اېکسپرټ» درې پایې ماشینونه فعال کړي دي .

د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ماشینونه چې دوه یې د عامې روغتیا وزارت د توبرکلوز امریت او یو یې هم د روغتیایي علومو د موسسې له لوري د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پېرل شوي، د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص په برخه کې به ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د نوموړي په خبره، د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص «جن اېکسپرټ» ماشینونه د ګرمسیر، موسی‌کلا او ګرشک ولسوالیو په مرکزي روغتونونو کې فعال او د روغتیایي علومو د موسسې له لوري نصب او ګټي اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د توبرکلوز مدیر ډاکټر شکران‌احمد فقري وایي، په پلان کې لري چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې دغه ډول یو بل ماشین د لښکرګاه ښار د کارته‌ لګان په روغتیایي مرکز کې هم فعال کړي.

د یادوني ده، هلمند کې د بُست ولایتي روغتون له وړاندې دوه پایې دغه ډوله فعال ماشینونه لرل چې له دې سره به دغه ولایت کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص او درملنې برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.