ګردېز (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ ناپېژانده کسانو یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
د پکتيا امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د څمکنـیو ولســوالـۍ اړوند په څنـارګي کلي کې د شفیق په نوم یو ځوان وژل شوی دی.
نوموړي وويل: «پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال شوې، د شفيق په نوم يو کس چې اصلي د پټان ولسوالۍ اوسېدونکی و، د څمکنيو ولسوالۍ څنارګي سيمه کې د نامعلومو کسانو له خوا په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.»
هغه وویل چې د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه پلټنې روانې دي.
ځډران د وژل شوي کس د کورنۍ له قوله وايي چې دوی له چا سره دښمني نه درلوده.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن