کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيلهمند دی چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.
ټاکل شوې د دوحې ناسته د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسون سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان په اړه په وروستيو کې د لندن ناستې، تېره اونۍ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا ترسره شوې د افغانستان د سيمهييزې همکارۍ ابتکار ناستې، په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د استازو د راتلونکې ناستې، د اروپايي ټولنې له خوا د نيمه پرمختيايي مرستو، په اروپا کې مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، په پيل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو وزير ته د لندن ناستې په اړه معلومات ور کړل، او په کابل کې د افغانستان د سيمهييزې همکارۍ ابتکار ناستې ته یې په اشارې د سيمې او نورې نړۍ له هېوادونو سره يې دغه ډول ناستې ګټورې وبللې.
متقي هم په دغه ناسته کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيله لري چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.
خبرپاڼه کې راغلي: «د نېکلسون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د افغانستان حکومت به په دوحه ناستې کې ګډون وکړي او که نه، متقي وويل چې اسلامي امارت د دغې ناستې په اړه په مجموع کې مثبت نظر لري، او د معنیداره ګډون په اړه غور کوي.»
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په پای کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او همکارۍ د پياوړتيا او پراختيا ژمنه تکرار کړه.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن