کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ وايي چې په تورخم کې د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت له پاکستانه افغانستان ته د بېرته راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د عمري پنډغالي د احاطې جوړولو چارې بشپړې شوې.
کابل ښاورالۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، له پاکستانه هېواد ته د بېرته راستنو شوو افغان کډوالو لپاره په تورخم سیمه کې د عمري پنډغالي د احاطې جوړولو چارې بشپړې شوې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمدخالد سجستاني له لوري پرانیستل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاد پنډغالی په ۲۳۸،۶۳ خریبه ځمکه کې د کابل ښاروالۍ د انجنیرانو له لوري ډیزاین شوی او د بېلابېلو ادارو، ملي سوداګرو او بهرنیو موسسو په مرسته چې په هغه کې د ژوند ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې، له پاکستانه د بېرته راستنو شوو افغان کډوالو سره د مرستې په موخه جوړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د دغه پنډغالي احاطه د ۵۰۳۲ مترو په اوږدوالي او ۳،۲ مترو په لوړوالي سره د کابل ښاروالۍ له لوري د اریانا جوهرشرکت په مرسته له جال او ۲۵۰۳ اوسپنیزو ستنو په ګټه اخیستلو د څه باندې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، افغان چارواکو ويلي، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې را وروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور راایستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP