کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۰۴ نور افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې نن سهار (پنجشنبه) پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې دغه شمېر افغانان په یوه ځانګړې الوتکه کې له پاکستانه د کاناډا ټورنټو ښار ته لېږدول شوي دي.
دې ادارې زیاته کړې چې لېږدول شوي افغانان به په ټوله کاناډا کې د کیچیر، لندن او ونکوور ښارونو په ګډون د دغه هېواد په شاوخوا ۲۷ ټولنو کې مېشت شي.
سرچینې څرګنده کړې چې کاناډا د ۲۰۲۱ کال له اګسټه دغه هېواد ته د لږ تر لږه ۴۰ زره افغان کډوالو د لېږد موخې ته رسېدلی او د نورو پر شرایطو برابر کسانو غوښتنلیکونو ته د رسېدنې لپاره کار روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مرغومي په ۳۰مه هم ۳۱۹ افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP