کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، يوه بلکهاک امریکايي چورلکه چې د ۱۴۰۰ کال د تحول پر مهال تخریب شوې وه، ترميم شوه او الوتنه یې ترسره کړه.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې امریکایي ځواکونو له افغانستانه د وتلو پر مهال یو شمېر الوتکې تخریب او غېرفعالې کړې وې.
د افغانستان ملي دفاع وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یوه بلکهاک امریکايي چورلکه یې ترمیم کړه.
دغه وزارت د دې چورلکې د الوتنې ویډیو هم خپره کړې ده.
په ويډيو کې، د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک او مدافعې قوماندان عبدالفغار محمدي وايي: «دغه بلکهاک چورلکه اووه مياشتې تر ترميم لاندې وه، چې زموږ تخنيکي انجينرانو په خپل مټ جوړه کړه او الحمدلله خدمت ته اماده شوه.»
دی زياتوي د اسلامي امارت مشران ټول په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې يو خپلواک هوايي ځواک جوړه او رامنځته شي.
چارواکو مخکې ویلي وو چې په یوه کال کې ۶۰ الوتکې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې دي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن