کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې اداره وايي چې نن سهار د بدخشان په ولايت کې دوې زلزلې وشوې.
سرچينه زياتوي، لومړۍ زلزله سهار څلور بجې د ریشتر په کچه ۴.۳ درجې او دويمه زلزله چې د ریشتر په کچه ۴.۱ درجې وه، د سهار په شپږو بجو وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادې زلزلې مرکز د بدخشان د جرم ولسوالۍ ښودل شوې دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن