ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د لاس چپه کولو رسمي سيالۍ ترسره شوې

پکتيا کې د لاس چپه کولو رسمي سيالۍ ترسره شوې

author avatar
10 Feb 2024 - 16:51
پکتيا کې د لاس چپه کولو رسمي سيالۍ ترسره شوې
author avatar
10 Feb 2024 - 16:51

ګردېز (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د پکتيا د ورزش رياست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د پکتيا د ورزش رييس نورالرحمن تسکين پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د دغه ولایت په مرکز کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د لاس چپه کولو رسمي سیالۍ ترسره شوې.

هغه وايي، په پام کې لري چې دغه سیالۍ په ولسوالیو کې هم ترسره کړي.

نوموړي وويل: «پخوا محلي لوبو ته هيڅ پام نه دی شوی او ډېری يې د له منځه تلو په حال دي، خو اوس مونږ کوښښ کوو چې ژوندۍ يې وساتو.»

بل لورته لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د یادو سیالیو یوه ګډون‌وال اسماعیل پژواک ته وویل چې د دغه ډول سیالیو ترسره کول ځوانانو لپاره یوه لویه سرګرمي ده.

هغه وايي چې دغه شان سیالۍ او ورزشي لوبې کولای شي چې تر ډېره ځوانان د نشه‌یي توکو له استعمال څخه هم را وګرځوي.

بل لورته د پکتيا د ورزش رياست مسوولين بیا وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون به په ټولو ولسواليو کې د نورو لوبو ترڅنګ محلي لوبې هم په رسمي ډول تر سره کوي.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.