کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل ښار ۱۶مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یې یو کس د انسانتښتونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
دغه خبر د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
هغه لیکلي چې یاد کس د کابل ښار ۱۶مې امنیتي حوزې له مربوطاتو تښتول شوی و او پولیسو ته د راپور له رسېدو وروسته یې ځای معلوم او د تښتوونکو له بنده راخوشی شو.
هغه لیکلي چې د یاد کس تښتولو په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP