ایبک (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): سمنګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سمنګان د ترافیکو مدیریت د پېښو امر ملا عبدالقهار قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه د جمعې په شپه شاوخوا اته بجې د یوه کرولا او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.
د هغه په خبره، کرولا موټر له مزارشریف څخه کابل ته روان و.
هغه زیاته کړه، یاده پېښه کې درې کسان مړه شوي چې د میدانوردګو او پنجشير اوسېدونکي وو.
مسوولینو د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بولي.
یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې خلم ولسوالۍ کې نن سهار د یوې بلې پېښې له امله درې کسان ټپي شوي وو.
Views: 8