Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ګوانتانامو زندانه خوشي شوي دوه افغانان نن هېواد ته راستنېږي

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د امریکا له ګوانتانامو زندانه خوشي شوي دوه افغانان په عمان کې له اووه کاله نظربندۍ وروسته د دوشنبې په ورځ هېواد ته راستنېږي.

د کورنیو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع د سلواغې په ۲۲مه پر اېکس لیکلي چې دغه افغانان  ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم نومېږي.

د قانع د معلوماتو له مخې، مولوي عبدالظاهر صابر چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، د ۲۰۰۲ میلادي کال د مې په ۱۰مه د امريکايي ځواکونو او عبدالکریم چې د خوست ولايت اوسېدونکی دی، د ۲۰۰۲ کال د اګسټ په ۱۴مه د پاکستان حکومت له خوا نیول شوي وو او وروسته یې د ګوانتانامو زندان ته بوتلل.

د کورنیو چارو وزارت وياند زياته کړې چې ياد کسان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له ګوانتانامو زندانه خوشي شول او په عمان هېواد کې نظربند وو.

هغه وایي، ټاکل شوې چې دغه دواړه افغانان سبا سهار خپل هېواد ته راستانه شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.