Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، د درایم ولسوالۍ په زهرک کلي کې د یوه کرولا موټر اوښتو له امله یو کس مړ او درې نور ټپيان شول.

هغه زیاتوي، پرون مازیګر یو کرولا موټر د درایم ولسوالۍ له مرکز، صفا ښار څخه د دې ولسوالۍ زهرک کلي خوا ته روان و چې د زهرک په کوتل سیمه کې د موټرچلوونکي له کنټروله ووت او درې ته ولوېد.

هغه زیاتوي، د پېښې ټپیان درملنې لپاره د یادې ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.