کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې په اروزګان، نیمروز، دایکنډي، پنجشېر او هلمند ولایتونو کې له څه باندې لس زره کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرستې شوې دي.
د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک ته وویل چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له ۲۰۵۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، شپږ کیلوګرامه دال، پنځه لېتره غوړي او یو څه د ماشومانو د تقویې مواد ورکړل شوي دي.
د یوه بل خبره له مخې، د دایکنډي د اقتصاد ریاست وایي چې په شهرستان، میرامورو اشترلي، پاتو او نیلي ولسوالیو کې له ۴۳۵۵ کسانو سره د «افغان ایډ» موسسې خوا نغدي مرسته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې هر یوه کس ته ۱۱۲ ډالر ورکړل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمدقاسم محمد وایي چې دغه ولایت کې له طبیعي پېښو ۴۷۸ زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوارکي توکو مرسته شوې ده.
هغه وایي هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، یوه پنځه کیلویي د ګاز ډبه، یوه چینایي کمپله، د پخلنځي ۱۹ ډوله وسایل ورکړل شوي دي.
بلخوا، د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس فضلالله دیوبندی وایي چې دغه ولایت کې له ۲۵۰۰ مالدارو کورنیو سره د حیواني خوراکي توکو «کانسنترېت» مرسته شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته دوه سوه کیلوګرامه کانسنټرېټ ورکړل شوي دي.
دغه راز، د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ له ۱۲۰ کورنیو سره هم مرسته شوې ده.
سرچینه کاږي چې دغو کورنیو ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه او ۵۰ کیلوګرامه غنم ورکړل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت وایي چې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست واشیر ولسوالۍ کې ۵۰۰ بزګرو سره د اتو ډولو سبزیجاتو تخمونو او کرنیزو وسایلو مرسته کړې ده.
هغه وایي چې د دې مرستو موخه له بزګرو ملاتړ دی څو یې اقتصاد او کرنه پر پښو ودرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP