مهترلام (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲) : د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د مرستندیه بنسټونو له لوري پر ۲۳۰ هکتاره ځمکه بېلابېل ډوله باغونه جوړ شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر یو کال کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۶ اعشاریه ۶ میلیون افغانیو په لګښت د خصوصي سکټور اړوند د مهترلام ښار سربېره په الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د لیمو، مالټې، سرهاملوک او شفتالو باغونه جوړ شوي دي.
نوموړي وویل چې د یادو باغونو له ډلې ۴۰ هکتاره یې په مهترلام ښار کې، ۱۸۴ هکتاره په قرغیو کې، ۳ هکتاره په الیشنګ کې او ۳ هکتاره نور په الینګار ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
ورته مهال، هغه کسان چې پر ځمکو یې باغونه جوړ شوي خوښ دي او له حکومت او همکارو ادارو په بېلابېلو برخو کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي.
د الینګار ولسوالۍ اړوند د لوکاړ سیمې یو بڼوال حضرتالله وايي، د کرنې ریاست په همکارۍ یې په خپله یو جریب ځمکه کې د املوکو باغ جوړ کړی دی.
نوموړي وویل، پخوا به یې پر یاده ځمکه غنم او شولې کرلې، خو اوس یې د حاصلاتو د کمښت له امله باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.
بلخوا د الیشنګ ولسوالۍ د قلعه ګلاحمد سیمې یو بل بڼوال شېراغا وايي، خوښ دی چې پر یو جریب ځمکه یې د مالټو باغ جوړ شوی.
نوموړی له مرستندویه ادارو غواړي چې د تورې او سپېنې سرې، تخنیکي وسایلو، اصلاح شوو تخمونو او کرنیزو درملو په برخه کې دې هم ورسره مرسته وکړي.
د یادونې ده، له دې وړاندې هم د ګڼ شمېر مرستندویه ادارو په مالي لګښت پر شاوخوا ۸ سوه هکتاره ځمکه بېلابېل ډوله باغونه جوړ شوي دي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن