ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: د افغانستان په څېر د نړۍ او سیمې هېوادونو ته هم امن غواړو

مولوي عبدالکبیر: د افغانستان په څېر د نړۍ او سیمې هېوادونو ته هم امن غواړو

author avatar
13 Feb 2024 - 18:04
مولوي عبدالکبیر: د افغانستان په څېر د نړۍ او سیمې هېوادونو ته هم امن غواړو
author avatar
13 Feb 2024 - 18:04

مهترلام (پژواک، ۲۴ سلواغې ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال لغمان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، اسلامي امارت لکه څنګه چې  په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا سسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن لغمان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د قومي مشرانو، علماوو او مسؤولینو په یوې لویه ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

مولوي کبیر په دغه غونډه کې ویلي: «د خوښۍ ځای دی چې نن د جهاد د شهیدانو ارمانونه پوره شوي، اسلامي امارت عمومي عفوه کړې، څوک چې له دې عفوې استفاده کوي، زموږ افغانان ورونه دي، نه ورته پېغور ورکوو، نه اخطار ورکوو او نه ورته د زیان رسولو اراده لرو.»

خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کبیر پرهغوافغانانو چې د پردیو دلمسون او پروپاګنډ په پایله کې له هېواده وتلي غږ وکړ بېرته هېواد ته را وګرځي او په خپل کور کې د ارامۍ او عزت ژوند غوره کړي.

هغه زیاته کړې،  اسلامي امارت لکه څنګه چې په افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.

د هغه په خبره: «لکه څنګه چې اسلامي امارت په سیاسي ډګر کې ښه ځلېږي همداسې به په اقتصادي میدان کې هم ځلېږي، په لغمان کې به د پراختیايی چارو په برخه کې ځانګړې پروژې عملي شي، د سترو او کوچنیو بندونو اوسړکونو رغول او د روغتیايي چارو ترسره کول به په لغمان کې د پراختیايي چارو په سر کې ځای ولري.»

مولوي کبیر ویلي چې په لغمان کې به د شاړو ځمکو او ځنګلونو د ابادولو په برخه کې هم کار وشي، د لغمان ځوانانو ته به کار موندنه وشي او د لغمان حاصلاتو ته به بازار موندنه وشي.

په دغه غونډه کې، د لغمان والي قاری  ذین‌العابدین عابد هم ویلي چې د لغمان په کچه د ادارو او ولسونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې، ولسونه له اسلامي امارت سره همکار دي او دوی د خلکو د ستونزو حل په لومړیتوب کې نیولی دی.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.