[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سرپرست د عینک مسو د استخراج او پروسس شرکت له مسوول سره په ليدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او ستونزو هواري په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بانک سرپرست هدایتالله بدري پرون د عینک مسو د استخراج او پروسس شرکت له مسوول او پلاوي سره ولیدل.
سرچينې لیکلي چې په دې غونډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او ستونزو هواري په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
بدري په دې لېدنه کې ویلي، د افغانستان بانک د هېواد مرکزي بانک په توګه ژمن دی څو د خپلو عمده موخو او دندو په رڼا کې د ملي پروژو په پلې کولو کې مؤثر رول ولوبوي او د بانکي خدمتونو او بانکي معاملاتو په تړاو د اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې چې د عینک مس کان د هېواد د لویو پروژو له ډلې دی او د دې پروژې د تطبیق برخه کې به هر ډول بانکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي.
د عینک مسو د استخراج او پروسس شرکت مسوول لین بینتو ویلي: «په نږدې راتلونکي کې به د عینک مسو پروژې عملي چارې په بشپړ ډول پیل شي او زموږ شرکت ژمن دی چې د دې پروژې چارې بې له ځنډ او خنډه په پوره ژمنتیا پر مخ یوسي.»
هغه په بانکي معاملاتو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د افغانستان بانک د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکی شو.
د افغانستان بانک لیکلي چې دغه بانک په هېواد کې له ټولو ملي پروژو په کلکه ملاتړ کوي او ژمن دی څو د معیاري او اغېزناکو بانکي خدمتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې له پانګوالو، شرکتونو او سوداګرو سره له هیڅ ډول همکاریو دریغ ونه کړي.
[/restrict]
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن