Pajhwok Afghan News

کونړ کې مالداران د مالدارۍ عصري کېدو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

اسعداباد (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): کونړ کې یو شمېر مالدارانو دغه ولایت کې د مالدارۍ ملي ورځې د نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د مالدارۍ سیسټم د عصرې کېدو برخه کې دې ورسره مرسته وشي.

د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو نن (د سلواغې ۲۴مه) دغه ولایت کې د مالدارۍ ملي ورځ ونمانځله چې یو شمېر مالدارانو هم په کې له حکومت او همکارو ادارو د مرستې غوښتنه وکړه.

هغوی وویل، په هېواد کې د وچکالۍ، اقلمي بدلون او د حکومتونو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د مالدارانو ستونزې لا ډېرې شي.

د دغه ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د چمیرانو سیمې اوسېدونکي ستانه‌ګل وویل، لا هم ګڼ شمېر خلک په ډېر پخواني دودیز سیسټم سره د مالدارۍ چارې ترسره کوي، په داسې حال کې چې نړۍ اوس د مالدارۍ برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړه: «زموږ خلک لا هم په زوړ سیسټم سره مالداري کوي چې خواري یې ډېره، خو محصول او ګټه یې کمه ده، زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې دغه ولایت کې مالداري عصري او نوې کړي، خلکو ته مسلکي پوهه ورکړي او د مالدارۍ برخه کې یې له نوو پرمختګونو خبر کړي.»

نوموړي وویل، که څه هم تېرو کالونو کې د مالدارۍ د ودې برخه کې حکومتونو او خیریه بنسټونو مرستې او همکارۍ ورسره کړې، خو په وینا یې چې د میکانیزه کولو او عصري کولو برخه کې یې بنسټیز کار نه دی شوی.

د غونډې یوه بل ګډون‌وال ادم‌خان وویل، دوی ته په وخت د حیواناتو د ناروغیو درمل نه ورکول کېږي او نه هم داسې مسلکې پوهه لري چې وکولای شي خپلې مالدارۍ ته لا وده ورکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ څاروي چې کله ناروغ شي، په وخت راته درمل نه راکول کېږي او نه هم د مرضونو پر وړاندې واکسین په وخت تطبیق کېږي، وچکالي زیاته ده، د حیواناتو د څر ځایونه کم دي، زموږ غوښتنه دا ده چې مرستې راسره وشي چې زیات او ګټور محصول لاسته راوړو.»

په همدې حال کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، هڅې یي پیل کړې چې دغه ولایت کې د کرنې د ودې او مالدارۍ تقویت لپاره موثرې پروژې او پروګرامونه پلې کړي.

د یاد ریاست رییس پیر حبیب‌الرحمن وویل: «موږ تر ډېره د کونړ په ټولو ولسوالیو کې حیواني روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي، د بېلابېلو موسساتو پر مټ مو د حیواني مرضونو مخنیوي په موخه واکسین او د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبیق کړي دي.»

نوموړي د مالدارۍ د ملي ورځې د نمانځنې په مناسبت د جوړې شوې غونډې له ګډون‌والو او مرستندویه ادارو وغوښتل چې دغه ولایت کې د زراعت او مالدارۍ میکانیزه کولو برخه کې ورسره مرستې او همکاري وکړي.

Views: 19

Exit mobile version