ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له تنفسي ناروغیو د خوندیتوب لپاره وقایوي تدابیر په پام کې ولرئ»

«له تنفسي ناروغیو د خوندیتوب لپاره وقایوي تدابیر په پام کې ولرئ»

author avatar
13 Feb 2024 - 15:47
«له تنفسي ناروغیو د خوندیتوب لپاره وقایوي تدابیر په پام کې ولرئ»
author avatar
13 Feb 2024 - 15:47

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د ګوش او ګلو ناروغیو جراحي برخې یو پروفیسور وایي، د هغو کسانو چې د وجود مقاوت یې لږ دی او یا د حساسیت ستونزه لري، ډېر یې په رېزش او زکام اخته کېږي او دا د دې لامل کېږي چې بالاخره سینوزیت شي.

د ډاکټرانو په خبره، هر کال په ژمي کې تنفسي ناروغۍ، په ځانګړي ډول زکام او رېزش ډېریږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي په ۲۲مه د پژواک یوه راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر میاشت کې د هېواد په روغتیایي مرکزونو کې یو اعشاریه یو میلیون تنفسي ناروغان ثبت شوي وو.

په شینوزاده روغتون کې د ګوش او ګلون جراحۍ برخې ډاکټر محمداشرف لودین پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال د ژمي په موسم کې د هېواد په لویو ښارونو کې د سړې او ککړې هوا، د کورونو تودولو په موخه د سون‌توکو سوځولو او اورښتونو نه کېدو له امله تنفسي ناروغۍ ډېرېږي.

د نوموړي په خبره، سږ کال د هوا ډېرې سړېدو له امله یادې ناروغۍ ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

هغه وایي: «د کومو کسانو چې د بدن مقاوت کم دی او د حساسیت ستونزه لري، ژر ژر په زکام او رېزش اخته کېږي چې دا بالاخره د سینوزیت پیدا کېدو لامل کېږي.»

د سرچینې په خبره، سردردي، د پزې بندښت، بې حوصله‌ګي، د غوږونو درد، د ستوني درد او ټوخی د سینوزیټ نښې نښانې دي.

نوموړی وایي، که سینوزیت ناروغي پر وخت درملنه نه شي، حاد حالت ته ځي او د درملو توصیې ترڅنګ د عملیاتو اړتیا هم پېښېږي.

هغه وویل: «د سینوزیت ناروغان باید د دوو اونیو موده کې ښه شي خو که ناروغي مزمن حالت ته ولاړ شي چې څه باندې یوه میاشت ده، ګڼې ستونزې پیدا کوي، بیا لازمه ده سي‌تي‌سکن او اېم‌ار‌ای معاینات وشي.»

نوموړي د دې ترڅنګ چې وايي، سینوزیت تر ډېره په ماشومانو او ځوانانو کې وي، زیاته کړه، پر سینوزیت اخته ځينو ماشومانو کې د ستوني او غوږونو درد یا د پزې بندښت پیدا کېږي، که پر وخت یې درملنه ونه شي، د ستوني تانسلونو التهاب لامل کېږي چې په پایله کې میکروب د ستوني له لارې د بدن نورو ځایونو ته خپرېږي.

ډاکټر لودین خلکو ته سپارښتنه وکړه چې له کوره د وتلو پر مهال دې د ګرمو جامو اغوستو ترڅنګ حتماً خپله پزه او خوله په ماسک پټ کړي؛ ځکه هوا خرابه ده.

دغه راز نوموړی ورزش، د ګرمو مایعاتو څښل او ويټامین لرونکي خواړه د بدن مقاومت لوړولو او د تنفسي ناروغیو مخنیوي کې اغېزناک بولي.

بلخوا، د کابل ښار د یکه‌توت سیمې یوه اوسېدونکي مریدالله پژواک ته وویل چې له شلو ورځو راهیسې په رېزش اخته دی، په دې موده کې یې ډېر درمل وخوړل خو ښه نه شو.

دی له سردردۍ او د پزې له بندښته شکایت کوي او وایي چې د کور نورو غړو په نسبت دی ډېر په رېزش اخته کېږي.

د هغه په خبره، معالج ډاکټر یې ورته ویلي چې ښایي ته حساسیت ولرې نو له همدې امله ژر ژر په رېزش او زکام اخته کېږې او باید د ککړې هوا له تنفسه د مخنیوي په موخه له ماسکه استفاده وکړې.

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.