ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د دوحې ناسته کې ټام ویسټ او رینا امیري ګډون کوي

امریکا: د دوحې ناسته کې ټام ویسټ او رینا امیري ګډون کوي

author avatar
14 Feb 2024 - 21:12
امریکا: د دوحې ناسته کې ټام ویسټ او رینا امیري ګډون کوي
author avatar
14 Feb 2024 - 21:12

اټلانټا (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲):  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوحې په غونډه کې به افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ټام ویسټ او رینا امیري ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې دافغانستان په تړاو د دوحې ناستې درې ورځې وروسته ( د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه) ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې واشنګټن د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د امنیت شورا د پرېکړه لیک د غوښتنې ملاتړ کوي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غواړي چې ژر تر ژره د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

امریکا د افغانستان په اړه د نړیوالو تعاملاتو د همغږي کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل مهم بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي ټام ویسټ او رینا امیري به د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي: «دا غونډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک وروسته چې د دسمبر په میاشت کې تصویب شو، ترسره کیږي. امریکا افغانستان ته د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د پریکړه لیک د غوښتنې کلک ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړي چې ژر تر ژره ځانګړی استازی وټاکي. ځانګړی استازی به چې د افغانستان په اړه نړیوال تعاملات همغږي کړي څو په دې پریکړه لیک کې ټاکل شوې موخې ترلاسه شي، ښه رول ولري.»

په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته هم د ګډون بلنه ورکړې، خو تر اوسه سرپرست حکومت د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې سفیر سره په لیدنه کې ویلی، که د دوحې ناسته کې د ا.ا او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو زمینه برابرېږي، یو ښه فرصت دی.

هغه زیاته کړې: «موږ د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نږدې په تماس کې یو او د دوحې په ناسته کې د امارت د پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه مو خپل نظر شریک کړی دی.»

خو متقي دغه‌راز زیاته کړې: «که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼل کېږي او په همدې اړه د دوحې ناستې له ټولو ګډونوالو سره پر خبرو بوخت یو.»

د یادونې ده چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په می میاشت کې هم د ملګرو ملتونو لخوا  د افغانستان په تړاو لومړۍ مشورتي غونډه شوې، خو د افغانستان سرپرست حکومت ته پکې بلنه نه وه ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو د دوحې د غونډې هدف له افغانستان سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاس رسی ښودلی وو.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په لومړۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی وو.

د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشموله حکومت جوړیدل، تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

 

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.