مزارشریف (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د ابوبکر صدیق څلورلاره کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق وایي چې دغه جومات د مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اړوند د بابه یادګار سیمې په ابوبکر صدیق څلورلاره کې پر ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي.
نوموړی زیاتوي، یاد جومات د یوه کس په مالي ملاتړ او د ولایت مقام او ښاروالۍ په همغږۍ د لس میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي او چارې به يې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.
د هغه په وینا، یاد جومات به پر یو وخت د ۲۵۰ لمونځکوونکو ځایولو وړتیا ولري.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي د یاد جومات جوړېدو ته خوښ دي.
د مزارشریف ښار څلورمې ناحیې اوسېدونکی عبدالقدوس وایي، خوشحاله دی چې په یاده څلورلاره کې جومات جوړېږي.
هغه زیاتوي چې په دې ساحه کې دوه نور جوماتونه هم شته خو د سیمې د اوسېدونکو لپاره یې بسنه نه کوله.
د یادونې ده، دغه جومات د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبتالله په نوم نومول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP