Pajhwok Afghan News

د پلار ناروغۍ کوچنۍ سلما د خښتو بټۍ کې کار کولو ته اړ کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): یوولس کلنه سلما د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو هواري په موخه له خپل ناروغ پلار سره یوځای د ننګرهار سره‌رود ولسوالۍ د سلطان‌پور سیمې د خښتو یوې بټۍ کې کار کوي.

د سلما پلار خان‌محمد نومېږي چې د خښتو کار له امله د روماتیزم ناروغي ورته پیدا شوې او لاسونه یې کاږه شوي دي.

سلما هر سهار له پلار سره یوځای د خښتو دې بټۍ ځي او تر مازدیګره په دغه درانه کار بوخته وي.

سلما وايي: «اووه بجې کار ته راځم، ټوله ورځ کې زر خښتې اچوم، په هغې مو د کور ګوزاره هم نه کېږي، پلار او وړوکی ورور مې هم راسره وي.»

سلما که له يوې خوا کار ستړې کړې او ژوند ته ناهيلې ده خو وايي، مجبوره ده کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي.

خو هغه هيله‌منه ده چې حکومت او خيريه بنسټونه به يې لاسنيوی وکړي څو له دغه درانه کاره خلاصه شي او خپلې هيلې ته چې د ښوونځي لوستل دي، ورسېږي.

نوموړې زياته کړه: «سخته خو ده، سهار چې راځو ګوتې مې يخېږي، پښې مې يخېږي، زما يخني کېږي خو مجبور يو کار وکړو، غواړمه مکتب ووايم، غواړم موږ سره مرسته وشي چې له دې خښتو خلاص شو.»

دغه راز د سلما پلار خان‌محمد وویل، له ډېرې مجبورۍ اړ دی پر خپله کوچنۍ لور د خښتو دروند کار وکړي؛ ځکه د ګټې وټې يې نور څوک نشته او خپله هم د ډېر کار توان نه لري.

هغه وايي: «د ورځې زر يو نیم زر خښتې اچوو، د زرو خښتو ۳۵۰ افغانۍ راکوي، زه خپله کار نه‌شم کولی، روزماتيزم تکليف لرم، لاسونه مې کاږه دي، که مو وس وای، ولې به مې خټو کې لاسونه وهل او ولې به مې لور باندې کار کاوه.»

نوموړي زیاته کړه، له دغه کاره په ورځ کې ډېرې لږې پيسې ترلاسه کوي چې نه يې ورځنۍ اړتياوې پوره کوي او نه هم د دې وس لري درملنه یې وکړي؛ ځکه وايي، که درملنه وکړي، نو د کار جوګه به شي او لور به يې له کار کولو خلاصه شي.

د خان‌محمد په خبره: «دلته له پنځلس شپاړلس کلونو راهیسې کار کوم، له مجبورې ورځې چاپېر يو، ولاکه هغه د خپل کور خرچه هم پوره کولای شو، روغ رنځور خو لا پرېږده.»

بلخوا د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، د پخوا په پرتله د خښتو بټيو کې د کارګرو ماشومانو شمېر کم شوی دی.

د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله حقاني پژواک ته وويل، د خيريه بنسټونو او مرستندويه ادارو په همکارۍ يې هڅه پيل کړې چې کارګرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړي او د کورنيو مالي ملاتړ یې وکړي څو په ماشومانو باندې شاقه کارونه ونه کړي.

په ننګرهار کې اوسمهال شاوخوا ۵۰ د خښتو بټۍ دي چې په هره بټۍ کې لږ تر لږه پنځوس کورنۍ کار کوي او ګڼې کورنۍ له مجبوريته پر خپلو اولادونو د خښتو درانه کارونه کوي.

Views: 171

Exit mobile version