ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Feb 2024 - 00:47
بادغیس کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Feb 2024 - 00:47

قلعه نو (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه- مقر ترمنځ پر لویه لاره دترافيکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولایت امنیه قوماندانۍ لخوا د سلواغې په ۲۵مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن ماښام د مقر ولسوالی اړونده د خاک کوتل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، هلته د یوه سراچه او لوکسل موټر ترمنځ د ټکر له امله درې تنه مړه او اوه نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، د پژواک د خپاره شویو خبرونو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا څلور زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.