ترینکوټ (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو ۶۸ کلن سړی چې د کارېز اوبو ته د لوېدلي یوه ماشوم ژغورلو هڅه یې کوله، د کارېز نړېدو له امله مړ شوی خو ماشوم ژغورل شوی دی.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په فېروز سیمه کې یو ماشوم کارېز ته لوېدلی و.
هغه زیاتوي چې د ابرار په نوم یوه ۶۸ کلن سړي غوښتل یاد ماشوم له اوبو راوباسي خو کارېز پرې رانړېدلی او مړ شوی دی.
اروزګانی وایي چې ماشوم ژوندی او روغتیایي حالت یې هم د ډاډ وړ دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP