کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): کابل کې د «خامه پرېس» خبري اژانس مسوول مدیر منصور نېکمل وايي چې نن سهار خوشي شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي وو چې منصور نېکمل امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ته له احضار کېدو وروسته نیول شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د نېکمل د نیولو په تړاو د جدي اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره د دغه خبریال د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
منصور نېکمل نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ته ورغوښتل شوی و او نن سهار بېرته خوشی شو.
د خامه پرس د امتیاز خاوند خوشنود نبيزاه د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د ویاند له قوله د نېکمل د خوشي کېدو په اړه ویلي وو چې خامه پرس د حجاب د موضوع په تړاو د وزارت لارښوونې له پامه غورځولې دي.
د یادونې چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
منصور نېکمل له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په کابل کې د خامه پرس خصوصي خبري اژانس د مسوول مدیر په توګه دنده ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP