چاریکار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): مسوولین وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر کولای شي تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د څار او مراقبت رییس مولوي عبدالحلیم اغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې له پرون مازدیګر راهیسې د سالنګونو دواړو لورو ته واوره وریږي.
هغه زیاته کړه چې د واورې اورښت له امله یاده لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر کولای شي تګ راتګ وکړي.
هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې پر یاده لار د سفر پر مهال خپلو موټرو ته چاینونه وتړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP