Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د غره ښویېدنې پېښه کې تر شل ډېر کسان مړه شوي

 لومړی تعقیب- پارون (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د نورستان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله تر شلو ډېر کسان مړه او ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سمیع‌الحق حق‌بیان پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د دغه ولايت د نورګرام ولسوالۍ اړوند تتین درې په نکره کلي کې د ډېر ورښت له امله غر ښویېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ۲۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي، د پنځو کسانو مړي موندل شوي او د نورو جسدونو لټون روان دی.

د نورګرام ولسوال قاري حبيب‌الله صابر وايي، دغه پيښه تېره شپه رامنځته شوې چې له امله يې نږدې ۸۰ کورونه ويجاړ شوي دي.

د هغه په خبره، دا مهال هم د ژغورنې عمليات روان دي او له خاورو يې له شلو ډېر مړي را ايستلي او یو شمير نور کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.

د سیمې اوسېدونکي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي وايي که له مرکز پارون او يا هم نورو ولايتونو ژغورونکې ډلې ورنه شي د مرګ‌ژوبلې شمېر به ډېر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.