Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ځینې لارې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې دي

بامیان، نیلي (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): ځايي مسوولین وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو ته غځېدلې ځینې لارې تړل شوې او د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د بامیان د ټولګټو چارو رییس انجنیر حفیظ الله نعمتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله دغه ولایت ته ډېری غځېدلې لارې د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.‎

هغه وویل، د بامیان – کابل، حاجي‌ګک - شیبر، بامیان – دایکنډي، یکه‌ولنګ – پنجاب، ورس – بهسود، اق‌رباط او د بامیان مرکز لارې د تېرې شپې له ۲ بجو راهیسې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

هغه څرګنده کړه چې پر دغو لارو له ۲۰ تر ۴۰ سانتي مترو واوره شوې چې په ټولو لارو کې د دغه ریاست د قرارداري شرکت له لوري د واورې پاکولو چارې پیل شوې او هڅه کېږي څو ژر تر ژره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.

دغه‌راز هغه زیاته کړه چې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي او د ټولګټو چارو مسوولینو د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سره په همغږۍ تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مسافرو د ستونزو هواري په موخه د بامیان له لویې لارې څارنه کړې ده.

هغه له مسافرو وغوښتل څو تر دویمې خبرتیا په تمه شي او د ټولګټو او ترانسپورټ له ریاستونو سره له همغږۍ پرته دې پر دغو لارو سفر نه کوي.‎‎

بلخوا، د دایکنډي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي چې د دایکنډي – بامیان پر پوله د قوناق کوتل لار، خدیر کوتل، د اشترلي لار او د کیتي ولسوالۍ عمومي لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

د دایکنډي د ټولګټو چارو رییس احمدشاه احساني پژواک ته وویل چې له پرون راهیسې دغه لارې د واورې ورېدو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د یادو لارو د پرانیستلو لپاره نن سهار د واورو پاکولو چارې پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.