ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې پېښې ساحې ته مرستندوی ټيمونه ورسېدل

د نورستان نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې پېښې ساحې ته مرستندوی ټيمونه ورسېدل

author avatar
19 Feb 2024 - 14:40
د نورستان نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښويېدنې پېښې ساحې ته مرستندوی ټيمونه ورسېدل
author avatar
19 Feb 2024 - 14:40

پارون (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو وايي چې د نورستان نورګرام ولسوالۍ ته مرستندوی ټيمونه لېږل شوي څو د غره ښویېدنې پېښه کې تر خاورو لاندې شوو کسانو په راایستلو کې همکاري وکړي.

تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د نورستان تتین درې په نقره کلي کې د سختې واورې اورېدو له امله غر ښويېدلی چې له امله يې د دغه کلي ډېر کورونه نړېدلي او ګڼ کسان تر خاورو او تيږو لاندې شوي دي.

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وياند مولوي محمد عبدالله جان په يو ويډيوي پيغام کې ويلي چې د نقره درې پېښه کې تر اوسه ۲۵ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي، د سختې واورې ورېدو له امله د دغه ولايت د ډېرو سيمو لارې تړل شوې دي.

بلخوا په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې قول‌اردو د مشر په امر د نورستان نورګرام ولسوالۍ د غره ښويېدنې پېښې سيمې ته مرستندويه ډله رسېدلې ده.

دی وايي، د قول‌اردو څلورمې پلې لوا منسوبينو اوسمهال د پېښې په ځای کې د ژغورنې عمليات پيل کړي او د نورو مرستو ترڅنګ د ټپيانو لومړنۍ درملنه هم پيل شوې ده.

دغه راز په نورستان کې د سرې مياشتې رياست مسوولينو هم یادې سيمې ته ځانونه رسولي او د نورګرام ولسوالۍ ځايي چارواکو هم له سهار راهیسې د ژغورنې چارې پيل کړې دي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.