کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د دغه هېواد لپاره د ځینو نورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې، له اسلامي امارت سره پر رغنده خبرو اترو ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق عليبخیت د دوحې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو له ځانګړو استازو سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه سازمان له افغانستانه د ملاتړ په تړاو پر خپله ژمنه د ټینګار ترڅنګ، له سرپرست حکومت سره پر رغنده خبرو اترو هم ټینګار کړی دی.
سرچینې دغه راز لیکلي چې ټاکل شوې «د افغانستان وضعیت» په اړه د دغه سازمان په کوربهتوب د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون یوه غونډه په ګامبیا کې هم جوړه شي.
د اسلامي همکاریو سازمان څرګنده کړې چې د «بهرنیو چارو وزیرانو شورا» تر نوم لاندې د دغه سازمان بله ناسته به په کامرون کې جوړه شي.
د یادونې ده چې د افغانستان په تړاو دوحه کې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې جوړه شوې غونډه کې د شاوخوا ۲۸ هېوادونو استازو او د افغانستان د مدني ټولنې څلورو غړو برخه اخیستې وه.
اسلامي امارت په دې ناسته کې ګډون ونه کړ.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن