[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د بلخ له مرکز مزارشريف ښاره تر حیرتان پورې د ۷۵ کیلومتره په اوږودوالي د اوسپنې پټلۍ بيارغونې چارې د ۶،۳ میلیون ډالرو په لګښت پیل شوې.
د بلخ ولایت مقام له خوا د کب په ۲مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې د پیل مراسمو کې د اوسپنې پټلۍ د مالي او اداري مرستيال مولوي سيدنعيم محمدي، د بلخ ولايت مقام مرستيال مولوي نورالهادي ابو ادريس، یو شمېر سيمهييزو مسوولينو او له ازبکستانه راغلي پلاوي ګډون کړی و.
سرچینې زیاته کړې، د بلخ ولايت مرستيال مولوي نورالهادي ابو ادريس وویل چې په افغانستان کې د شل کلنې مبارزې موخه د اسلامي نظام حاکمول او له دښمنانانو د افغانستان ازادول وو چې الحمدالله نن د يوه ازاد افغانستان په توګه له نړۍ سره ښه تفاهم او اړېکې لري.
ابوادريس زياته کړه، ازبکستان د افغانستان ښه دوست او نږدې ګاوندی هېواد دی چې د تاريخ په اوږدو کې یې ښې اړيکې لرلې او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دغه اړيکې لا پياوړې شوې دي.
ورته مهال، د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي سیدمحمد نعيم محمدي د اسلامي امارت له رهبرۍ مننه وکړه چې دا ډول پروژو په عملي کولو کې یې له دې ادارې سره پوره همکاري کړې او هر ډول ملاتړ يې کړی دی.
هغه زیاته کړه، د اوسپنې پټلۍ اداره تل کوښښ کوي چې دې ته ورته نورې پروژې هم پلې کړي.
د بلخ د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس مولوي شيفقالله محمود وويل چې دغه تړون له يوه ازبکستاني شرکت سره د ۶ ميليون او ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت ترسره شوی چې د ۳ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
نوموړي د دې پروژې اوږدوالی ۷۵ کيلومتره ياد کړ چې د مزارشريف ښار له هوایی ډګره تر ازبکستان هېواد پورې بيارغول کېږي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن