کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار دیارلسمه ناحیه کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کابل ښاروالۍ له خوا د کب په لومړۍ نېټه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دیارلسمې ناحیې په ۴۰، ۴۱ او ۴۷ ګذرونو کې د ۸۸۰ مترو په اوږدوالي او څلور مترو په سور کوڅه، په څلوېښتم ګذر کې د ۹۳۷ مترو په اوږدوالي او د ۴ او ۵ مترو په سور کوڅه، او په ۴۸ ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې ۷۷۵ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، جوړې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې پر دې پروژو ۲۵.۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکو د کابل له ښاروالۍ مننه کوي او وايي چې د يادو کوڅو په جوړېدو يې ستونزې هوارې او دوی ته غوره ټولنيزې او ښاري اسانتياوې رامنځته شوې دي.
ښاروالۍ ویلي چې له دې وړاندې هم په دې ناحیه کې د کابل ښاروالۍ له لوري لسګونه دې ته ورته لویې او وړې پروژې پلې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP