Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان په وروستۍ شل‌اوریزه لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه

افغانستان په وروستۍ شل‌اوریزه لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه

author avatar
21 Feb 2024 - 23:27
افغانستان په وروستۍ شل‌اوریزه لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه
author avatar
21 Feb 2024 - 23:27

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د کرکټ په شپږو لوبو کې له ماتې وروسته افغانستان وکولای شول له سریلانکا یوه شل‌اوریزه لوبه وګټي او په دې سره یې د دې سیالیو سفر پای ته ورساوه.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وروستۍ او درېیمه شل‌اوریزه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲مه) ترسره شوه، پچه یې  افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دا ځل د افغانستان د پیل لوبغاړو ښه لوبه وکړه او تر ۸۸  پورې منډې یې وکړې، د حضرت‌الله ځاځي له سوځېدو وروسته لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ هم ژر وسوځېد، خو رحمن‌الله ګربز، محمدنبي، عظمت عمرزي او محمداسحق ښه لوبه وکړه.

افغانستان وکولال شول په ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹ منډې وکړي او سریلانکا ته یې د ۲۱۰ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري ګربز ۷۰، ځاځي ۴۵، عمرزي ۳۱، نبي او اسحق ۱۶، ۱۶ مندې وکړې.

د سریلانکا لوبډلې هم ښه لوبه وکړه او هدف ته یې ځان نږدې کړی و خو په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې، دغه راز افغانستان دا لوبه د درېیو منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان له لوري محمدنبي ۲، قیس، نوراحمد او فرید ملک یو یو لوبغاړي وسوځول، ګربز د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

له دې مخکې سریلانکا له افغانستانه یوه ټسټ‌لوبه، درې یوه ورځنۍ نړۍوالې او دوه شل‌اوریزې لوبې ګټلې وې.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.