ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقمل: یوناما دې خپل راپورونه په پوره شفافیت او بشپړه بې‌طرفۍ سره خپاره کړي

حقمل: یوناما دې خپل راپورونه په پوره شفافیت او بشپړه بې‌طرفۍ سره خپاره کړي

author avatar
22 Feb 2024 - 23:29
حقمل: یوناما دې خپل راپورونه په پوره شفافیت او بشپړه بې‌طرفۍ سره خپاره کړي
author avatar
22 Feb 2024 - 23:29

اټلانټا (پژوک، ۳ کب ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملګرو ملتونو له یوناما ادارې غوښتي چې له بشپړو څېړنو وروسته دې خپل راپورونه په پوره شفافیت او بشپړه بې‌طرفي سره خپاره کړي.

د دغه وزارت له خوا د کب په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د بشري حقونو رییسې فیونا فریزر نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د یوناما د بشري حقونو رییسې وویل چې دوی د حکومتونو د بقاء لپاره د هغوی ترڅنګ کار کوي او هر راپور لومړی له بهرنیو چارو وزارت او یا هم نورو حکومتي منابعو سره شریکوي او بیا یې خپروي.

د هغې په وینا، تر دې مهاله یې د زندانونو د وضعیت، عمومي عفوې، جسمي سلامتیا او نورو برخو کې راپورونه خپاره کړي دي.

نوموړې ټینګار وکړ، د دې لپاره چې خلک د دوی د راپورونو له ټولو جزئیاتو خبر شي؛ باید د یوناما نشراتي سرچینو ته مراجعه وکړي.

د یوناما بشري حقونو رییسې دغه راز، د رسنیزو تخطیو کمېسیون یو لوی ابتکار بللی او د رسنیز ډګر د ملاتړ برخه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې ستایلې دي.

همدا رنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست او د باختر اطلاعاتي آژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل، د یوناما اداره د راپورونو په خپرولو کې پوره تحقیق ته رابللې او ویلي یې دي، لکه څنګه چې یوناما د نړۍ او افغانستان لپاره د اړیکو یو پُل دی؛ نو باید په پوره شفافیت او بشپړه بې‌طرفي سره خپل راپورونه خپاره کړي.

مولوي حقمل د رسنیزو تخطیو کمېسیون د چارو په اړه هم ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې یاد کمېسیون له آزادو رسنیو، د رسينو له ملاتړو ادارو او حکومتي ارګانونو څخه ترکیب شوې ګډه ټولګه ده چې د ټولو غړیو په خوښه په کې ګډ تصمیمونه نیول کېږي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.