ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته نمایشي وه

حقاني: د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته نمایشي وه

author avatar
22 Feb 2024 - 21:31
حقاني: د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته نمایشي وه
author avatar
22 Feb 2024 - 21:31

خوست ښار (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني وایي، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته نمايشې وه ، له نړۍ سره له تعامل پرته په هېواد کې ښه کارونه روان دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني وايي، لکه څه ډول چې د دوی د يتيمانو پالنه او روزنه کيږي، همدا ډول د تېرې ادارې يتيمان هم له پامه نه دي غورځول او ورته پاملرنه کېږي.

خلیفه حقاني دا څرګندونې نن د «کب ۳مه» د خوست په مرکزي دارالايتام کې هغه غونډې ته وکړې، چې د ياد دارالايتام د يو شمېر زده کوونکو له ديني زده کړو څخه د فراغت په موخه جوړه شوې وه.

هغه وويل ، د اسلامي امارت د مشر د هدايت سره سم د هغو يتيمانو پالنه او روزنه په ښه ترسره کېږي، چې پلرونه يې د تېرې شل کلنې جګړې پرمهال د دوی په وړاندې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی به په دې برخه کې د مور او ميرې چلند ونه کړي او دواړو ته په يوه سترګه ګوري.

سراج الدين حقاني دغه راز غونډې ته په خبرو کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د افغانستان په اړه د دوحې ناسته يوه نمايشې غونډه ياده کړه او زياته يې افغانستان تر بل هر وخت اوس په امن کې دی او هېچا ته ترې تهديد نه دی متوجه.

د دوحې ناسته چې د سلواغې په ۲۹مه او ۳۰ مه ترسره شوه، پکې د شاوخو ۲۸ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.

نوموړي وويل نړۍوال هغه دعوه چې د بشر دوستۍ په اړه يې لري دروغ ده، ځکه په تېرو شلو کلونو کې هغوی د بشر د حقونو تر نامه لاندې هغه ظلمونه وکړل، چې هيڅ د جبران وړ نه دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني دغه راز غونډې ته وويل چې په تېرو دوه نيم کلونو کې اسلامي امارت ډېرې لاسته راوړنې لري.

هغه زیاته کړه له نړۍوالو سره د تعامل پرته دوی په هېواد کې تر بل هر وخت ښه امنيت راوستلی او همدا ډول د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو داخلي عوايدو پرمټ د بيارغونې لويې او وړې پروژې تر کار لاندې دي.

حقاني وايي: «د نړۍوالو څخه د تعامل په برخه کې دا زموږ کار نه دی، خو د موږ ملت په دغه فکر باندې دی چې موږ د نړيوالو د تعامل نه بغير چليدلی نه شو،  چليدلی شو الحمدالله. په دا دوه نيمو کلونو کې موږ په خپلو عوايدو باندې په خپلو امکاناتو باندې مو د بيارغونې انکشافي پروژې روانې کړې.»

سرپرست وزير سراج الدين حقاني همدا ډول د تېر حکومت چارواکي بېرته هېواد ته راووبلل چې له هېواده بهر وتلي دي.

هغه وويل چې دا وخت له يو بل څخه د انتقام وخت تېر دی، اوس د وطن او پر يو بل د اعتماد د جوړيډو وخت دی.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.