شبرغان (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۹۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې دي.
د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس داملا امانالله طلحه پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سرپناوې هغو کورنیو ته سپارل شوې چې اته کاله مخکې د جګړو او ناامنیو له امله له فاریاب او سرپله دغه ولایت ته راغلې وې او په خیمو کې يې ژوند کاوه.
هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته یو دهلیز او دوې خونې چې پر سولري سیسټم مجهز دي، ورکړل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کورونه د همکارو موسسو د ۳۴۴ زرو ډالرو په مرسته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست له لوري جوړ شوي دي.
هغه کورنۍ چې سرپناوې ورته جوړې شوې
د فاریاب یو اوسېدونکی میرحمزه وایي چې اووه کاله مخکې د جګړو او ناامنیو له امله جوزجان ته راغلی، له هغه وخته راهیسې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره په ډېرو کړاونو او ستونزو سره په خیمو کې وژند کوي.
هغه له حکومته مننه وکړه او ویې ویل: «د سرپناو نشتون یوه عمده ستونزه وه چې ورسره مخ وو، په ژمي کې به ساړه وو او په اوړي کې به ګرمي وه، پر بېلابېلو ناروغیو به اخته کېدو.»
ورته وخت کې، د فاریاب یو بل اوسېدونکی محمدنعیم چې سرپناه ورته جوړه شوې، وايي چې اووه کاله یې له ګڼو ستونزو سره په خیمه ژوند کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP