Pajhwok Afghan News

ستانکزي یو ځل بیا د ټولو پر مخ د زده‌کړو دروازو پر خلاصېدو ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د یوه هېواد د اقتصاد او سیاست پر پښو درېدو او له نړۍ سره یې د سیال کېدو یوازېنۍ لار د ټولو پر مخ د زده‌کړو دروازو خلاصېدل دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي دغه څرګندونې نن په کابل کې د نجونو یوې دینې مدرسې زده‌کوونکو په فراغت‌غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي: «هيڅ ملک بې له علمه ترقي نه شي کولی، یوازېنۍ لاره او دروازه چې د ترقي لپاره ده، که هغه اخروي ده، که دنیوي ده، هغه علم دی، د علم دروازې باید خلاصې شي، لکه مخکې چې شیخ صاحب وویل، علم په ټولو باندې فرض دی، هم په ښځو هم په نر باندې، هيڅوک د دې دلیل نه شي پیش کولی چې په دې باندې فرض دی او په دې باندې فرض نه دی، که څوک علمي بحث کوي، په دې کې علمای کرام ډېر شته چې ورباندې بحث وشي.»

ستانکزي دغه راز وویل: «له اقتصادي، سیاسي او علمي اړخه د یوه ملک پر پښو درولو او له نړۍ سره سیال کولو یوازېنۍ لار دا ده چې علم ته ترقي او وده ورکړل شي، زموږ نر او ښځه دې د علم په زیور اراسته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تر بل امره ځنډېدلې خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه موقتي دي او په دې برخه کې پر تګلاره کار روان دی.

Views: 86

Exit mobile version