[restrict paid=”true”]
مزارشریف (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲):د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطمئین د کب په ۴مه، وویل، په دې الوتکه کې د بیات پاور په نوم د یو خصوصي شرکت ۱۶ ټنه برېښنایي سامان الات شامل دي چې تېره شپه د عربي متحده اماراتو له دوبۍ ښار څخه مزارشریف ښار ته راورسېدل.
هغه زیاته کړه چې د سرپرست حکومت له واکمنیدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د هوایي کارګو له لارې د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر ته سوداګریز توکي رارسېږي.
د ده په خبره، د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر د هر ډول سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد لپاره چمتو دی او هڅه کوي په منظمه توګه د نورو نتقالاتو لړۍ هم پیل کړي.
په همدې حال د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي هېواد کې د نظام بدلیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د دغه الوتنې هرکلی کوي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره یې اغېزمن ګڼي.
د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوایي ډګر څخه جنغوزې او یو شمېر نور سوداګریز توکي د سیمې هېوادونو ته صادر شوي وو.
[/restrict]
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن