ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له ۵۰۰ یتیمانو، معلولینو او کونډو سره مرسته وشوه

هلمند کې له ۵۰۰ یتیمانو، معلولینو او کونډو سره مرسته وشوه

author avatar
23 Feb 2024 - 22:06
هلمند کې له ۵۰۰ یتیمانو، معلولینو او کونډو سره مرسته وشوه
author avatar
23 Feb 2024 - 22:06

[restrict paid=”true”]

لښکرګاه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د هلمند د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو د یوه خیریه بنسټ له لوري د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې  له ۵۰۰  مستحقو معلولینو، یتیمانو او کونډو سره مرسته وشوه.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض د کب په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو کسانو سروې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په مرکز او ولسوالیو کې ترسره شوې وه.

هغه وایي، دا مرستې د لښکرګاه په ګډون په ناوه، مارجه، نادعلي، ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه یاده چې هرې کورنۍ ته ۵۰  کيلو اوړه، ۲۴ کيلو وریجې، ۲۰ کیلو بوره، ۲۰ کيلو نخود او لوبیا او ۱۵ لېتره غوړي ورکړل شول.

[/restrict]

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.