جلالاباد (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار ولایت له مقام د کب په ۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو سيمه کې د حاجي وارث او حاجي پيرمحمد کورنيو له شلو کلونو راهیسې دښمني درلوده چې او په پایله کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو.
سرچینې زیاته کړې چې د یادو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې مراسمو مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري له قومي مخورو او علماء کرامو مننه وکړه چې د ده په غوښتنه يې په دې ولسوالۍ کې د روغې جوړې پروګرامونه پيل کړي دي.
نوموړي د ننګرهار له خلکو وغوښتل چې د دښمنيو او شخړو هوارولو کې له مسوولينو سره همکاري وکړي.
هغه دغه راز وويل، د اسلامي امارت مشرتابه د عفوې له فرمان سره خلک هم متوجه شوي او هره ورځ یې ترمنځ شته دښمنۍ ختمېږي او د کورنيو ترمنځ روغې جوړې کېږي.
د ولايت مرستيال وويل چې امنیت او اقتصادي پیاوړتیا د يوه حکومت او ملت د بريا مهم ارزښتونه دي او خوښي يې وښوده چې په هېواد کې اوس امنیت راغلی او په اقتصادي برخه د ځان بسیاينې پر لور روان دی.
د يادې غونډې پر مهال قومي مشرانو او علماوو له يادو کورنيو مننه وکړه چې د دوی فيصله يې ومنله او سوله يې وکړه.
په پای کې د دواړو کورنيو غړو يو بل ته د غېږو په ورکولو بښنه او د تلپاتې سولې ژمنه يې وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP